مکتب

د ټاټ اعلامیه د ټاټ ماموریت او ارزښتونه

د دې ورځې لپاره موږ خپل کلیدي ارزښتونه نه دي وړاندې کړي. موږ یو داسې چار لیک لیکلی دی چې د منشور او زموږ د ارزښتونو بنسټ هم دی. موږ په دغو عناصرو باور لرو، او که موږ په څرګنده توګه ځان ته اجازه ورکړو چې خپلې ځمکې او نظرونه بدل کړو، نو لاندې کلمات به زموږ د ښوونځي لامین پاتې شي.

1 — تعریف

ټاټ یو داسی ځای دی چې په دې ځي کې هر یوه ته د خپل د کار استقلالیت یا آزادی ورکړل شوې. مونږ دې ځي ته د ټاټ نوم ځکه ورکړ چې ټاټ د مصر د خدایانو څخه د یوه نوم وه چې ژبه یی اختراع کړه تر وشوکړای علم ته پراختیا ورکړو او تر نورو یې ورسووو. ټاټ (Thot) چې د (Transmettre un HOrizon à Tous) لپاره د مختصر یا لنډ نوم په ډول کارول کیږی او مفهوم یی دا دی چې د هر یو د تحقیق انتقال د خپل شخصی هدف په لور دی تر څو په خپل کار کی استقلالیت ولري.

2 — هر چاته مساوي حقوق

مونږ ټاټ د دې لپاره جوړ کړ او بنسټ مو کیښود چې په دې متیقن شو چې هر یو د مساوی حقوقو څخه برخمند او د قانون په مقرراتو سم هریو خپل کار کولی شي. مونږ ټو په پوهنتون کې له استادانو سر یو ځای په یو نظارت شوی چارچوکاټ کې په خپل تحصیل بوخت یو چې په پای کې به هریوه ته د فراغت تصدیق پاڼه ( ډیفلوم ) هم ورکول کیږي. ټاټ داسې یو مرکز دی چې د استادانو د تدریس میتودونو ته احترام لرو چې دا کار به مونږ پر دې قادر کړی چې خپل دیفلوم تر لاسه کړو. لکه څرنګه چې معلومه ده د ژبي نه پوهیدل همیشه یی محصلین له ستونزو سره مخ کړی او د تحصیل د دوام په لاره کې محصلینو ته ستونزی جوړی کړي اما مونږ په ټاټ کی دا ستونزه حل کړی او دلته مو د تحصیل لپاره یو مسلکی او له هیجانه ډک مکان جوړ کړی. ځمونږ رضا کاران له استادانو سره په چارو کی مرسته کوي او کارونه سره په ګډه تر سره کوي تر څو په منظم ډول د کمک کولو لپاره لاره هواره شي په ځانګړي توګه محصلینو ته د استادانو او مدریرانو تر نظر لاندې. د پنا اخیستونکو غوټ اکثریت یا خو بیسواده دي او یا هم لږ تعلیم لري چې د همدې لپاره مونږ و غوښتل چې دا خلک نظر د دوی د پوهې په کچې اولیت بندي کړو چې دا کار مونږ سره مرسته کوي چې له چا سره په کومې کچې همکاري وکړو.

3 — د ټاټ د محصلینو پر وړاندې ځمونږ مأموریت

دا ټاټ محصلین هغه خلک دي چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، هغوي د تاریخ ماهرین دي دا هرڅه د هغو پورې اړه لري او مونږ یې نه مجبوروو چې د خپل تر وخت په اړه څه ووایي. زیاتره دا کسان په تیر کې کاروبار او د کسب خاوندان ول چې مونږ د دوی له تیرو تجربو څخه په خپلو برنامو ( تره تجربه د هدایت په ډول په ورکشاپونو کې) کې کار اخلو بی له دې چې هغوی ناراحته کړو. مونږ پوهیږو چې رواني او روحي ستونزې په خبرو کولو کمیږي ځکه نو مونږ غواړو چې هغوی په خپل زړه د خپل د تیر وخت په اړه خبرې وکړي او مونږ د دې ستونزې د حل لپاره په ټولنیزې یوپارچګۍ ټینګار کوو. ځمونږ ماموریت دا دی چې د محصلینو ملاتړ وکړو ترڅو وشي کولای خپل ځای ځایګی په فرانسې کې پیدا کړي او خپل راتلونکي جوړه کړي. مونږ بی له دې چې د هغوي په شخصي مسایلو کې دخالت وکړو هغوی سره د تصمیم نیولو په برخه کې مرسته کوو، د زیاتره محصلینو عمرونه ډیر دي او ځانګري توانایانې لري چې دا کار له دوی سره مرسته کوی ترڅو مستقله، مسووله او توانمنده و اوسي. ټاټ د دوی د سفر یوه برخه ده اما هیڅکله د دوی حالت د یو جلاوطنه مهاجر په توګه نه بیانوي.

4 — یو سکولاره پوهنتون

اګرچې مونږ دا نه یادوو چې ټاټ یو سکولاره یا پر مذهب نه ولاړ پوهنتون دی، دین او مذهب دلته کومه ستونزه نده اما عملی کول یی دلته ځای نلري ځکه چې مونږ په پام کې لرو چې دا د هر چا حصوصي حریم دی او د زدکړی په برخه کی کوم تاثیر نلري.

5 — د احترام ځای

دلته هریو که محصل دی یا استاد ټول بالغه دي نو لازمه ده چې یو بل ته ډیر احترام وساتو، لازمه ده چې د یو بل خبرو ته په احترام غوږ کیږدو او په ګډه په استقلالیت او پر خپل نفس د اعتماد پر اساس ژوند وکړو. هر کله که کومې ستونزه پیدا کیږی د پوهنتو اداره همیشه حاضره او آماده ده چې دوی ته غوږ کیږدي اوس د حل لاره ورته پیدا کړي.

توت هره ورځ ژمن دی
مونږ سره پاتي شي
د مهاجرينو د بياوړتيا لپاره مونږ د فرانسوي ژبي مكتب جوړ كړ تر هغي چي مهاجرين تري فايده واخلي